په فاریاب کې د پنځه پوړیزه سوداګریز مارکېټ د ودانیزې چارې و څارل شوې
۱۴۴۷/۰۱/۲۰
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقاروایي، د تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنې ښار د پنځمې ناحیې د مدیریت اړوند د پنځه پوړیزه سوداګریز مارکېټ د ودانیزې پروژې له روان بهیر څخه یې څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د یادې پروژې ساختماني چارې تر دې دمه شاوخوا ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي، چې د انجنیري نورمونو او نقشه سره سم پر مخ روانې دي.
د نوموړي په خبره، د پروژې له کیفیت او پرمختګ څخه د لیدنې پر مهال قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې پاتې کارونه هم باید د نقشې، تخنیکي معیارونو او انجنیري اصولو سره سم تر سره شي.
د یادولو ده، چې یاد مارکېټ به د ښار د اقتصادي رونق، ښاري تنظیم او خلکو ته د خدمت رسونې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
