په غور ولایت کې د یوې دیني پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۷:۵۱
غور

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په یخک کلي کې د یوه جومات ساختماني چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپاره.

دا جومات چې په یو وخت کې د ۳۴۰ کسانو ظرفیت لري په ۹۵۸ متر مربع ځمکه کې د ۱۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مالي مرسته جوړ شو. په دې پروژه کې دو مناره، د اوداسه یو مجهز ځای، د څښاک اوبو یوه څاه، د احاطې دیوال او د سپتیک څاه شامل دي.

د ویلو ده چې ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د ټولګټو پروژو په تطبیق کې رغنده رول لري او دولتي او عامه ودانیو جوړول د دې وزارت له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۳:۵۲
Background image

د کابل ښار د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۶
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د قطر استوګنیز ښارګوټي له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست رئیس او تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د قطر استوګنیز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت