په غور ولايت کې د يوه جومات د جوړېدو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په يخک قريه کې د يو جومات د جوړېدو چارې ۵۹ فیصده پرمخ وړي.
دا جومات په ۴۱۴ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۹ ميليونه ۲۰۰ زره افغانيو جوړيږي چې د اوبو رسولو سيسټم، اودسځای، فاضلاب، د احاطې ديوال، دوه مناره او پلې لار په ګډون نورې اسانتياوې هم لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مقدسو ځايونو فرهنګي، ټولنيز او سياسي ارزښت ته په پام سره د جوماتونو د رغولو برخې ته ځانګړی پام اړولی او هر کال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لسګونه محرابه جوماتونه جوړوي.