په غزني کې د علي لالا صاحب د هلکانو لېسې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۹:۳۰
غزني

۱۴۴۷/۰۴/۱۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز غزني اړوند د آرزو کلي په علي لالا صاحب هلکانو لېسه کې د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولی بلال متقی وویل، د یاد ښوونځي د ترمیم چارې د قراردادي شرکت تر نظر لاندې دي او د څارنې پر مهال ورته سپارښتنه وشوه چې ټول فعالیتونه باید د قرارداد د شرایطو او د جدول برآورد مطابق پرمخ یوسي.

هغه زیاته کړه چې د ښوونځي د ودانۍ ترمیماتي چارې د زده کوونکو د زده کړې د مناسب چاپېریال رامنځته کولو لپاره مهمې دي او د کارونو کیفیت به د تخنیکي ټیم له خوا دوامداره څارل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۵۶
Background image

د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام عمومي سړک د لومړي پړاو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۴۴۷/۹/۱۶

د کابل–بګرام عمومي سړک د لومړۍ برخې عملي چارې د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې، چې په دې وروستیو کې د کور او ښار جوړولو وزیر محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په هڅو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د چهار باغ ساحې لپاره تفصیلي پلان تر دقیقې ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند د چهار باغ ساحې لپاره جوړ شوی تفصیلي ښاري پلان تائید او لاسلیک کړ.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۵۲
Background image

د کندهار – هرات پر عمومي سړک، نادعلي ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۶

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د کندهار – هرات پر لویه لاره د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ کې یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت