په غزني ولایت کې د مهاجرینو د دوهم ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق چارې پیل شوې
۱۴۴۷/۷/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي، ای، ایس ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو د حقونو د تأمین او د هغوی د استوګنې د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د غزني ولایت په مرکز کې د مهاجرینو د دوهم ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق چارې پیل کړې.
یاد ښارګوټی په ۱۹۰۶ جریبه ځمکه کې طرحه شوی او ۹۵۶ معیاري استوګنیزې نمرې لري.
دغه راز، د نږدې ۹۵۶۰ تنو لپاره د استوګنې زمینه برابروي چې په یاد تفصیلي تطبیقي پلان کې د ښاري اصولو له مخې د سړکونو، عامه تاسیساتو او اړینو خدماتي اسانتیاوو ځایونه په پام کې نیول شوي دي.
دغه تفصیلي تطبیقي پلان د ښاري اصولو، مسلکي معیارونو او د نفوس د اړتیاوو پر بنسټ ترتیب شوی دی.
د دې پلان عملي کېدل به د مهاجرینو د منظمې استوګنې ترڅنګ، د ښاري پراختیا او ټولنیز ثبات په برخه کې مهم رول ولوبوي.
