په غزني ولايت کې د ښځينهو لپاره د يو ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غزني ولايت په نوآباد ولسوالۍ کې د البيروني ۶ صنفي ليسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې.
دا ودانۍ په ۶۲۴ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۲ ميلیونه افغانيو ورغول شوه.
د ښوونځي په ياده ودانۍ کې د درسخونو په ګډون، د ساتونکو خونه، د اوبو رسولو اوفاضلاب سيسټم او پلې لارې هم جوړې شوې دي.