په سمنګان ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۲۹
د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د یو باب مسجد شریف چې د حج او اوقاف ریاست اړوند دی له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
ښاغلي نوري وویل، د دې ریاست د انجنیري ټيم لخوا د مسجد شریف د اودسونو د ځایونو د جوړولوڅارنه، د مسجد شریف د تغیراتو رغول براورد، احاطوي دیوال څارنه، د سپتک څاه براورد او د ځینو نورو برخو براورد او څارنه تر سره شوه چې ټول کارونه د پلان او نقشې مطابق روان ول.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي تر څو پروژې د نقشې مطابق تر سره شي.