په سرپل کې د ښځينهوو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپل ولايت په مرکز کې د بهسودو ښځينهو ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابریکې په مرسته په ۲۶ ميليونه ۶۸۰ زره افغانيو ورغول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له عصري ټکنالوژۍ څخه په استفادې يوازې د روان کال په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي دي.