په سرپل ولایت کې د اتفاق هستوګنیز ښار ګوټي د بنسټ ډبره کیښودل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۴:۴۵
picture

1445/2/11

د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په قل قلعه کلي کې د  دې ولایت د محترم والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه، د کور او ښار جوړولو محترم ريئس او په دې ولایت کې د نورو ادارو د محترم مسؤلینو په شتون کې د اتفاق ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

اتفاق ښار ګوټی په (300) جریبه ځمکه کې د ټولو امکاناتو په شتون کې په معیاري ډول جوړیږي، په دې ښار ګوټي کې (600)  هستوګنیز کورونه، (1200) سوداګریزې هټۍ، مسجد شریف، روغتیایي کلینیک، شنې سیمې، هستوکنیز بلاکونه، سړکونه او په معیاري ډول د زیربنا رغول شامل دي.

د سرپل محترم والي د دې ښار ګوټي د جوړولو طرحه یو مثبت ګام یاد کړ، زیاته یې کړه چې د ګوسفندي ولسوالۍ اوسیدونکي د ژوند کولو  د مناسبو امکاناتو در لودل د دوی مسلم حق دی او دوی به د شته امکاناتو نه پوره ګټه پورته کړي ترڅو ولس ته غوره خدمات وړاندې کړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د اصلاح شوي جوړښتي پلان د لا ډېر دقت غوښتنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د کور و ښآر جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، او د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۹
Background image

د سرپل ولایت د پوهنتون د کانال د تهداب د کارونو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د  پوهنتون د کانال د ساختماني چارو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۵۷
Background image

غزني ولایت کې د دوه مسجدونو او یوې بلې پروژې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د مستوفیت ریاست کې د یو محراب مسجد شریف له چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS