په زابل کې څه باندې ۲۸۲ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۸:۴۶
زابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د زابل ولایت اړوند سیمو په ۱۹۱ قطعو کې  ۲۸۲زره او ۸۴۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۷۷۷۵۱ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۵۰۹۶ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

۱۴۴۷/۵/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د جاپان له سفیر، ښاغلي کینیچي ماساموتو او مل پلاوي سره وکتل.

په کابل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د ارزګان ولایت د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د معدن ریاست د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه. د څارنې په جریان کې د ودانۍ سلب قالب ‌بندي، سیخ ‌بندي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ولسوالیو د اداري تعمیرونو ودانیزې چارې وڅارل وشوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زیرکوه او پشت‌کوه ولسوالیو د اداري ودانیو او د پشت‌کوه د امنیې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت