په زابل کې ۲۴ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په زابل ولایت کې ۲۴ جریبه دولتي ځمکه ولېږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د کرنۍ انسټیټیوټ ودانۍ د رغولو په موخه د کرنې وزارت تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد په مرکز او ولایتونو کې پرمختیایي او ټولګټو پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.