په دایکنډي کې څه باندې ۱۳۲ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې دولتي ځمکو بانک برنامې د پلې کېدو پر مهال د دایکنډی ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۶۱ قطعو کې ۱۳۲۹۸۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر حخه، ۱۳۱۱۷۲ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتي ۱۸۰۸ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.