په جوزجان کې څه باندې ۲۴۸ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د جوزجان ولایت اړوندو سېمو په ۲۶۲ قطعو کې ۲۴۸۶۳۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه ۱۹۴۵۹۰ جریبه سپينه دولتي ځمکه او ۵۴۰۴۶ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ورستیو درې کلونو کې د دولت تر استفادې لاندې ۶۰۵ مېلیونه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.