په جوزجان ولایت کې د هوایي پل د کانکریټ اچونې له چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۷/۲۶
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د شبرغان ښار د محترم ښاروال په شتون کې دیکه باغ سړک د هوایي پل د کانکریټ اچونې له چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي ملا فیضان وویل، د دې پروژې تر څنګ یې د شبرغان ښار د اندخوی د حلقوي سړک د تخریب له چارو هم څارنه تر سره کړه.
نوموړي زیاته کړه، چې د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د امارتي پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق تر سره شي.