په جوزجان ولایت کې د مخابراتو ریاست د پمپ خانې په ساحه د مدرسې د ودانولو له چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۲۰
جوزجان

۱۴۴۸/۲/۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د جوړېدونکې مدرسې د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د خښتو اېښودلو او قالب تړلو روانې چارې له نږدې وارزول شوې او د کار کیفیت یې د تخنیکي معیارونو له مخې وڅېړل شو.

همدارنګه، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوې نقشې، د کاري حجمونو د اټکل، د تدارکاتي شرطپاڼې او نافذه انجنيري معیارونو سره سم پلې کړي.

د څارونکي انجنیر له لوري د پروژې د کیفیت د لا ښه والي، اغېزمنتیا او معیاري تطبیق په موخه اړینې تخنیکي سپارښتنې او لازمې لارښوونې هم وړاندې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت