په جوزجان ولایت کې د قالین اوبدونکو د مارکېټ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۳:۴۷
جوزجان ولایت

۱۴۴۷/۵/۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شبرغان ښاروالۍ د قالین اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه او لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي ملا فیضان وویل، د مارکېټ د لومړي پوړ د شا برخې کانکریټ اچونې چارې روانې وې چې له نږدې څارنې لاندې ونیول شوې. انجنیرانو د کار د کیفیت او د ودانیزو معیارونو د رعایت په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او د پروژې مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې کارونه دې په چټکۍ او تخنیکي دقت سره پرمخ یوسي.

محترم ملا عبدالله فیضان ټینګار وکړ چې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه د ټولو ودانیزو پروژو له جریان څخه منظم نظارت کوي، څو ټول کارونه د انجینري اصولو، معیارونو او قانوني طرزالعملونو سره سم ترسره شي.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښار د بنسټیزو پروژو د څارنې او همغږۍ مسؤلیت لري. د قالین اوبدونکو د مارکېټ پروژه د شبرغان ښار د مهمو اقتصادي او تولیدي پروژو څخه ده، چې د تطبیق له لارې به د قالین اوبدونکو لپاره د کار، تولید او بازار موندنې فرصتونه زیات شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا چارې په چټکۍ روانې او ځای ځای په پنځو برخو کې پرمختګ تر سترګو کېږي

۱۴۴۸/۱/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې د نوي کابل ښار د پراختیا پروژې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره د ابادۍ او پراختیا چارې روانې دي، چې موخه یې د عصري ښاري زیربناوو رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۱۹
Background image

له ژمنې تر عمله؛ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک او پراخ شوی، ترڅو په خپل ټاټوبي کې باعزته دایمي ژوند پیل کړي

۱۴۴۸/۱/۶

ډېری راستنېدونکې کورنۍ له کلونو مهاجرت وروسته د اوسېدو لپاره په کور دننه مناسب ځای نه لري. دوی ته د استوګنیزو نمرو ورکول د دایمي کور جوړولو زمینه برابروي.

تازه؛ په پنځو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د لوګر ولایت د یو شمېر سړکونو د جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۶

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارتي ټیم له لوري د لوګر، میدان وردګ ولایتونو د نښلوونکي سړک د دوهمې برخې او همدارنګه د لوګر ولایت په پایخېلو سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت