د لوګر ولایت د یو شمېر سړکونو د جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۵۸
لوګر

۱۴۴۸/۱/۶

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارتي ټیم له لوري د لوګر، میدان وردګ ولایتونو د نښلوونکي سړک د دوهمې برخې او همدارنګه د لوګر ولایت په پایخېلو سیمه کې د سړک او پلچکونو د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره شو.

د لوګر،  میدان وردګ نښلوونکي سړک دوهمه برخه ۱۴.۱ کیلومتره اوږدوالی لري چې د کلنگار، شولک او بابوس سیمو څخه تېرېږي او تر پُل علم ښار پورې غځېدلی دی.

د دې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې مهاله یې ۷۱ سلنه فزیکي پرمختګ کړی دی.

همدارنګه د همدې سړک لومړیۍ برخه ۱۷.۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې د میدان وردګ ولایت د تنگې درې له امیر قلا څخه پیل او د لوګر ولایت تر کلنگار سیمې پورې رسېږي. د دې برخې د رغونې چارې هم دوام لري او تر اوسه ۵۷ سلنه فزیکي پرمختګ پکې ثبت شوی دی.

د یادو پروژو د بشپړېدو سره به د لوګر او میدان وردګ ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې، د سفر وخت او لګښتونه کم، او د سوداګرۍ او کرنیزو محصولاتو د انتقال بهیر لا ګړندی شي.

له بلې خوا، د لوګر ولایت د مرکز اړوند په پایخېلو سیمه کې د ۱ کیلومتره سړک او ۲ پلچکونو د جوړولو چارې هم ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي.

 د دې پروژې ټولیز لګښت ۲ میلیونه او ۲۶۱ زره افغانۍ دی چې د پُل علم ښاروالۍ له بودیجې څخه تمویلېږي.

 د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت