په جلال اباد ښار کې نږدې ۵ زره ملکیت سندونو د توزیع لړۍ پیل شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو د ثبت په دوام، په جلال اباد ښار کې نږدې ۵ زره ملکیت سندونو د توزیع لړۍ پیل کړې.
له دې ډلې تر اوسه ۱۸۹۸ د ملکیت سندونه توزیع شوي او په پام کې ده چې ۳۰۸۷ نور سندونه جلال اباد ښاریانو ته توزیع شي.