په تېر ۱۴۰۱ کال کې د کور او ښار جوړولو وزارت لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۰:۱۶
انځور

۱۴۴۴/۰۹/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني، د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د وزارت د ساختماني چارو، مسکن او زونونو پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي او یو شمېر رئیسانو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د تېر ۱۴۰۱ کال فعالیتونه او لاسته راوړنې د یو خبري کنفرانس په مهال له ملت سره شریکې کړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني وویل، په ښاري برخو، مسکن، ساختماني چارو، بشري سرچینو او دغه ارز په نورو برخو کې د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر کال کې مهمې او ملموسې لاسته راوړنې درلودې.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د دغه وزارت عمده مسؤلیت دا دی چې پلان جوړونه وکړي، له چارو او د پلانونو له ښه تطبیق څارنه وکړي، چې د ماسټر پلان، تفصیلي پلانونو، ستراتېژیک پلانونو، سمون پلانونو، تعدیلي پلانونو، اصلاحي او نورو پلانونو برخه کې د پام وړ کارونه شوې دي.

په خبري ناسته کې د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، په تېر لمریز کال کې د ۱۴ ولایتونو لپاره ۱۷ ښاري پلانونه جوړ شوي او تر ۲۰۰ نور ښاري پلانونه مرکز او د ولایتونو ولسوالیو ته چاپ او استول شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، په ټول هېواد کې د ښاري پلانونو په مطابقت کې د اوبلن ګازو او تیلو د پمپ سټېشنونو د جوړولو په موخه شرایط او لارښود ترتیب شوي او د درې ښارونو (هرات، کندهار او خوست) لپاره د (ایس، ډي، ایف) پلانونو بیا کتنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت درې برنامې او ۷ پروژې لري چې د ټولو د چارو د ښه پرمختک په موخه یوه کمېټه جوړه شوې ده.

ښاغلي بامیاني وویل، په تېر کال کې د دغه وزارت بودیجه خوا او شا ۶۹۹ میلیونه وه، چې ۷۱ سلنه یې مصرف شوې ده.

په یاد خبري کنفرانس کې د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني چارو، مسکن او د زونونو پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي وویل، د عوایدو راټولو برخه کې یې وزارت ته ۴۷ میلیونه هدف ټاکل شوی و، چې دوی وکولی شو ۵۳۰ میلیونه راټول کړي چې ۱۱ برابره لوړوالی یا  ۸۷،۶۶ سلنه لوړوالی ښیي.

ښاغلي مولوي روح الله احمدي وویل، د قطري پروژې، چنایي پروژېچارې په تېر کال کې پیل شوې چې تر اوسه یې ۲۰ او ۳۰ سلنه چارې پر مخ تللي او دغه راز د تخار ولایت په خواجه بهاؤالدین ولسوالۍ کې د مهاجر قشلاق سیمه کې د خلکو لپاره ۱۵۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړه چې هرې کورنۍ ته یې د اوو بسوو په اندازه ځمکه د کور جوړولو په موخه ورکړه.

د نوموړي په خبره، د ۸۱ امارتي ساختمانونو طرح، ډیزاین او تحلیل شوی او د ۴۷۸ غیر منثقول ملکیتونو قېمت ګذاري شوې، د غیر پلاني ودې مخنیوی شوی او له ساختماني چارو څارنه شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت د روان ۱۴۰۲ کال لپاره په پام کې لري چې د نورو پلانونو ترڅنګ خوا او شاه 37 ښاري پلانونه ترتیب کړي، د کابل جدید ښار عملي چارې پیل کړي، چې په همدې موخه یې سر له اوسه د ځمکې د تصفیې چارې پیل شوې دي، په مرکز او ولایتونو کې د نوو پروژو د امکان سنجۍ په موخه لږ تر لږه 30 مطالعات وکړي، په ټول افغانستان کې په ملي کچه د ملی مسکن سروې پیل کړي، د مسکن وجهي صندوق جوړولو په موخه یوه منظمه طرحه جوړه کړي، او داسې نورې ګټورې چارې ترسره کړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت