په بلخ کې څه باندې  ۳۸۴ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۹:۱۳
 بلخ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  بلخ ولایت اړوند سیمو په ۱۷۰  قطعو کې  ۳۸۴ زره او ۸۰۲  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۳۷۸۰۶۵  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې  ۶۷۳۷  جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې، عامه پوهاوي او څار تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي په ساحه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت