په بغلان ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو ښارګوټي لپاره د توپوګرافیکي سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۷/۱۲/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت، د رسوې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د معیاري او منظم ښارګوټي د جوړولو په موخه، د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ په انکشافي ساحه (لومړۍ برخه) کې د توپوګرافیکي سروې چارې پیل کړې.
په یاده سروې کې به شاوخوا ۱۱۵۰ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې ونیول شي.
د دې سروې اساسي موخه د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو په پار د تخنیکي او اساسي پلان ترتیبول دي.
د توپوګرافیکي سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اړتیاوو او تخنیکي معیارونو له مخې د ښارګوټي تفصیلي پلان جوړ او د تطبیق لپاره به لازم ګامونه پورته شي.
دغه اقدام د راستنو شویو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې، د مناسبې سرپناه برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
