په بدخشان کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ اداري تعمیر رغنیز کارونه له ۵۰ سلنې ډېر بشپړ شوي دي
ښارجوړلو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ اداري تعمیر ۵۹ سلنه رغنیزې چارې پایته رسولي دي.
دا دوه پوړیزه ودانۍ په ۴۳۹ متر مربع ځمکه کې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۵ میلیونه و ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له لوري جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په مرکز او د هېواد په ولایاتونو کې په ښه کیفیت د دولتي ادارو له جوړولو سره، خلکو ته د غوره او اسانه خدمتونو زمینه مساعدوي.