په افغانستان کې د ځمکوالۍ سيسټم د مديريت پروژې د رهبرۍ کمېټې لومړۍ ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۸:۵۷
کابل

په افغانستان کې د ځمکوالۍ سيسټم د مديريت پروژې د رهبرۍ کمېټې (ALASP) لومړۍ ناسته چې د محترم محمد جواد پیکار په مشرۍ ترسره شوه؛ په‌کې د ماليې وزارت، اوبو او برېښنا وزارت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې، د مرکزي احصائيې ملي ادارې، د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې، د کابل ښاروالۍ، د کابل پولي تخنيک پوهنتون او د سروې کوونکو ټولنې استازو برخه اخېستې وه.

په پيل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام تاريخ په بشپړ ډول تشريح کړ او زياته يې کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري رياست عالي مقام د حکم له مخې به د ځمکوالۍ سيسټم د مديريت پروژې په تطبيق کې د همغږۍ پراخوالي په موخه د رهبرۍ کمېټې په ګډون ۹ حکومتي او اکاډميکې ادارې د ناستې برخه جوړوي.

محترم محمد جواد پيکار وويل دې وزارت په نړۍ کې د ځمکوالۍ نمونو (موډلونو) په مطالعې سره د جلالتماب جمهور رئيس په لارښوونه په افغانستان کې د ځمکوالۍ نظام د بنسټيزې پراختيا برنامه (IDPL) ترتيب کړه چې د ځمکوالۍ سيسټم د مديريت پروژه يې له اساسي برخو څخه ګڼل کيږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست روښانه کړه چې دا پروژه د نړيوال بانک د ۳۵ ميليونه ډالرو او د ترکيې هېواد پراختيايي همکاريو ادارې(TIKA)  او د نقشې او کدستر ادارې (TKGM) په تخنيکي مرسته په لومړي سر کې په کابل او هرات کې پلې کيږي.

تر دې وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ارشد سلاکار  (Sedat BAKICI) د ځمکوالۍ نظام د بنسټيزې پراختيا برنامې د بڼې، د تطبيق څرنګوالي، موخو او په پروژه کې د دخيلو ادارو د رول په اړه يو پرېزنټېشن وړاندې کړ.

نوموړي وويل، د دې برنامې له تطبيق سره به د معاصرې تکنالوژۍ څخه په استفادې په لومړي ځل د ملکيتونو او ځمکو د ثبت خدماتو له لارې د ځمکوالۍ نظام د عصري کېدو سربېره؛د املاکو د بشپړ خونديتوب، د دولت په ضمانت د قبالو صدور او د املاکو د ماليې اخېستلو او ورکولو بنسټ کېښودل شي.

له دې وروسته د ځمکوالۍ سيسټم د مديريت پروژې د رهبرۍ کمېټې غړيو د يادې پروژې په تطبيق کې د همکارۍ ډاډ او يو لړ وړانديزونه هم ورکړل.

ورپسې محترم محمد جواد پيکار يادونه وکړه چې د يادې برنامې د تطبيق لپاره يې د هوکړه ليک مسوده هم ترتيب کړې او تر لاسليک وروسته به يې عملي چارې پيل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پای کې د رهبرۍ کمېټې د ناستو پر دوام د ټينګار تر څنګ وويل چې د ځمکوالۍ نظام د بنسټيزې پراختيا برنامې (IDPL) او د ځمکوالۍ سيسټم د مديريت پروژې په تطبيق سره به په افغانستان کې د ځمکوالۍ په برخه کې د تېرې يوې پېړۍ ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت د مکروریانو د۶۰ بلاکونو له ساحې د توپوګرافۍ سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي آی اېس ریاست تخنیکي ټیمونو په ننګرهار ولایت کې د مکروریانو د ۶۰ بلاکونو له ساحې څخه د توپوګرافۍ سروې ترسره کړه.

یاده سروې د معیاري ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د راستنېدونکو مهاجرو د مېشتېدنې بهیر کې نوی پرمختګ؛ له ۴۷ زره څخه زیاتو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې سه ‌شنبې په ورځ د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۱۰۲ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د دوه پوړیزې اداري ودانۍ نقشه ډیزاین شوه

۱۴۴۸/۱/۱‍

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو په لړ کې، د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د یوې دوه پوړیزې اداري ودانۍ نقشه ترتیب او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت