په ارزګان کې د استیناف څارنوالۍ د ریاست ودانۍ د رغولو چارې پیل شوي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار په څلورمه ناحیه کې د استیناف څارنوالۍ د ریاست ودانۍ د رغولو چارې پیل کړي.
دا ودانۍ په ۴۲۵ متر مربع ځمکه په درې پوړو کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ۲۶ میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت جوړیږي.