په ارزګان کې۳۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په ارزګان ولایت کې ۳۰ جریبه دولتي ځمکه بدني روزنې عمومي ریاست ته ولیږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د ورزشي سټډیوم د رغولو په موخه بدني روزنې عمومي ریاست ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.