په فاریاب کې څه باندې ۱۷۸ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړواو ځمکووزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د فاریاب ولایت اړوندو سيمو په ۱۸۲ قطعو کې ۱۷۸۱۶۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړې دي.
له دې شمېرې څخه ۱۶۸۸۶۶ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹۲۹۴ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوې دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.