پنجشېر ولایت کې د یو باب مسجد له رغنیزو چارو څارنه وشوه
6/4/1445
د کور او ښار جوړولو وزارت د نورمونو او د وخت د اړتیاوو سره سم په معیاري توګه د رغنیزو پروژو طرحه، ډیزاین او دغه راز یې له چارو څارنه او ارزونه کوي.
په همدې اساس پنجشېر ولات کې د کور او ښار جوړولو ریاست د دغه ولایت د حصه اول ولسوالۍ په بالای خارو کلي کې د یو باب مسجد د جوړولو له چارو د کیفیت خونديتوب په موخه څارنه وکړه.
دغه څارنه په یاد ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په غوښتنه او د ولایت مقام د حکم پر اساس ترسره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت کرزي او ولایتي انجنیران او اړوند مسؤلین د پروژو مالکینو، قراردادیانو او نورو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې کوي، چې څنګه کېدای شي ټولې چارې معیاري او د پلان سره سمې پر مخ یوسي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.