پروان ولایت کې له ۴۸ جریبه زیاته ځمکه سروې او سکچ شوه
پروان ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، ریاست ۴۸ جریبه او ۳۰۸ متر مربع ځمکه سکېچ او نقشه یې چمتو کړه.
دغه اندازه ځمکه شخصي ، دولتي او غصب شوې ځمکه ده چې د یاد ریاست مسؤلینو لخوا د فني او مسلکي کسانو په شتون کې کروکي شوه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټولو ولایتونو کې دولتي ځمکې له شخصي ځمکو جلا او تصفیه کوي او هغه ځمکې چې د اشخاصو او زورواکو لخوا پخوا غصب شوي، بېرته یې راګرځوي او اصلي مالکینو ته یې تسلیموي.
اوس څوک نه شي کولی چې دولتي او یا د اشخاصو ځمکې په یو او بل نوم غصب کړي او هغه چې په داسې اعمالو لاس پورې کوي د قانون منګولو ته به سپارل کېږي.