پروان ولایت کې د یوې ساختماني پروژې له کاري بهیر څرانه وشوه
۱۴۴۳/۱۰/۱۹
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولایت ریاست انجنیرانو د دغه ولایت د پروان څلور لارې مارکېټ د زېرزمینۍ له ساختماني چارو څارنه وکړه چې باید چارې یې د انجنیرۍ نورمونو او معیارونو مطابق په پام کې ونیول شي.
د ټولو ګټو پروژو رامنځته کول او له هغو څخه لیدنه او پالنه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لومړیتوبونو ده او دغه وزارت د هېواد په کچه د پراختیایي پروژو په پلې کولو کې پیاوړي او ګړندي ګامونه پورته کوي.