هلمند کې د یو مارکېټ له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۶/۱۹
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي نېک محمد وایي، د انجنیرانو مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې د بُست تصدۍ د مارکېټ له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي نېک محمد وایي، له څارنې یې موخه دا وه، چې څنګه کېدای شي د یاد مارکېټ رغنیزې چارې معیاري او باکیفیته پر مخ ولاړې شي او په راتلونکي کې له کوم جدي ګواښ سره مخامخ نه شي.
د نوموړي په خبره، اوسمهال د یاد مارکېټ رغنیزې چارې دوام لري او سیخ بندي یې کېږي.
دغه راز په هلمند کې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو له لوري د یاد مارکېټ جوړولو شرکت او د مارکېټ مسؤل انجنیر ته د نقشې مطابق لارښوونې شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه له رغنیزو چارو څارنه کوي او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې دغه چاره د انجنیرۍ اصولو سره سم په مسلکي توګه ترسره کېږي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.