هلمند کې د ولایتي روغتون د دوه پوړیزې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۶/۱۳
هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نېک محمد وایي، مسلکي او تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ولایتي روغتون د ځانګړي دوه پوړیزې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ټاکل شوې، چې یاده ودانۍ په دوه پوړونو کې د (۱۲) بستره ناروغانو لپاره جوړه شي، چې هلمند کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو یې له تهداب جوړولو، ایزوګام، کانکرېټ اچولو او نورو رغنیزو چارو څارنه وکړه او مسؤلینو ته یې لازمې او ګټورې لارښوونې وکړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت انجنیران تل د رغنیزو پروژو قراردادي شرکتونو او مسؤلینو ته لازمې او ګټورې لارښوونې او سپارښتنې کوي، چې په عملي کېدا سره به یې په رغنیزو چارو کې کیفیت او معیار خوندي وي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.