هرات کې رباط سنګي ولسواالۍ لپاره د بیخ بنا پلان د طرحې د ترتیب لپاره بررسي وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
هرات

 

۱۴۴۶/۱۱/۶

د هرات ولایت د کوراو ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، په دې ولایت کې د کرنې ریاست په ملتیا یې د رباط سنګي ولسوالۍ لپاره د بیخ بنا د پلان د جوړولو په موخه بررسي تر سره کړه.

ښاغلي انجنیر  اکبري وویل، د کور او ښار جووړلو وزارت او د کرنې محترم ریاست ګډ هئیت سیمې ته د ښاري پلان د ترتیب په موخه تللی او رسمي چارې یې پیل کړې دي.

د نوموړي په خبره، سیمه له نږدې وکتل شوه، د GPS ټکې واخستل شول، کروکي جوړه شوه او د بیخ بنا لپاره د برښنا شبکې او د سړکونو تخنیکي بررسي د متخصصینو لخوا تر سره شوه.

په دې اساس په  رباط سنګي ولسوالۍ کې د ښاري  طرحې د تطبیق په موخه د راتلوونکو اقدماتو لپاره زمینه برابره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۷
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د نقشې خلاف ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د ښار د ودانیزو چارو د څارنې تخنیکي ټیم د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمو ته ورغلی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۱
Background image

په تورغنډۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تورغنډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له بهیر څارنه وکړه او د کار د کیفیت ارزونه یې کړې ده.

د ساحوي لیدنې پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل او د کوتل تخت د مهاجرینو بلاکونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا محترم ریاست تخنیکي ټیم، د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د دوو مهمو پروژو – د ښاري ترانسپورتي ترمینل او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت