هرات کې د ستر جامع جومات د بېلابېلو برخو د بیارغونې له چارو رسمي لیدنه او ارزونه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۵
هرات

۱۴۴۷/۹/۱۲

هرات کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او فني ټیم له لوري، د دغه ولایت د ستر او تاریخي جامع جومات د بیارغونې له چارو دقیقه څارنه او ارزونه ترسره شوه.

دغه څارنه په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ محترم ریاست په غوښتنه ترسره شوه، چې موخه یې د بیارغونې چارو روان وضعیت څخه ارزونه او څارنه وه.

د لیدنې په مهال، د سویل ختیځ لوري په خونو کې د چت او دېوالونو د خښتو لګولو چارې روانې وې او د سویلي ایوان د دېوالونو د پاسنۍ برخې بیراغونې دوام درلود.

دغه راز، د شمالي ایوان د بام په برخه کې د بیروني دېوالونو د کاشیو د لګلولو چارې، د کاشیو د نه چمتو کېدو له امله ځنډول شوې وې او د ختیځ ایوان د ډبرو ‌فرش او د روښانتیا چارې بشپړې شوې وې.

تمه ده چې پاتې چارې به هم د تخنیکي معیارونو او منظور شوي پلان مطابق پر مخ یووړل شي، څو د دغه تاریخي او مذهبي اثر د ساتنې او ښکلا چارې په غوره ډول بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت