هرات کې دوه تعلیمي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۷:۵۶
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د یو ۱۰ صنفي ښوونځي او د هرات ولایت د لومړۍ ناحیې په سلطان غیاث الدین لیسه کې د ساینس لابراتوار ودانۍ رغنیزې چارې پشپړې او ګټې او خیستنې ته یې وسپارل.

د ۱۰ صنفي ښوونځي ودانۍ په ۹۰۶ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ چې د ۳۹۷ متره په اوږدوالي د احاطې دیوال، دروازه، پنځه غرفې، کثافت خونې، د سولر سیسټم او د ۱۰۰ متره په ژور والي د څښاک اوبو څاه پکې شامله ده د ۱۴ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د ساینس لابراتوار ودانۍ په ۱۰۵۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړ شوي دي.

د ویلو ده چې د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب دی او ټاکل شوې دا وزارت د خصوصي سکټور په همکارۍ په ولایاتو کې د ښوونځیو جوړولو چارې چټکې کړي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د نجات مېنې ښارګوټي ښاري تخلفات وڅارل شول

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د اولسمې ناحیې اړوند نجات مېنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۴۷/۰۱/۰۵

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښرنې ښار په مربوطاتو کې د کرنې ریاست د مسجد شریف له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د تقنیني اسنادو د فقهې ارزونې کمېټې لومړنۍ غونډه وشوه

۱۴۴۷/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د تقنیني اسنادو د فقهې ارزونې لپاره ځانګړې کمیټه جوړه کړه، چې خپله لومړنۍ غونډه یې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په تالار کې ترسره کړه.

د دې. . .

BACK TO NEWS