نيمروز ولايت کې ۱۰ جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۳:۵
نیمروز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې دا ځل په نيمروز ولايت کې ۱۰ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.

دا ټوټه ځمکه د زرنج ښار په حاجي مصطفی قريه کې له څو کلونو راهيسې د غاصبينو په ولکه کې وه چې اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او د موثرې استفادې لپاره يې چمتو کړې ده.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۳:۵۹
Background image

میدان ښار کې د ترانسپورتي ترمینل پروژې د پرمختیایي چارو څار ترسره شو

۱۴۴۷/۳/۱۴

میدان ښار کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د پروژې په ساحه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۴۵
Background image

د نرخ ولسوالۍ د خورقي پُل له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۱۴

میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوې پروژې له چارو څارنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

په پکتیکا کې د دوو نويو جوماتونو ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۳/۱۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز ښرنې په ښار کې د دوو نويو جوماتونو (د مامورینو جومات. . .

BACK TO NEWS