نيمروز ولايت کې له ۲۷۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۱:۵۳
نيمروز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهېسې تر اوسه په نيمروز ولايت کې ۲۷۷۸۶۹ جريبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۱۲۰ قطعو کې ۲۶۹۹۸۹ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۱۲۰ قطعو کې ۷۸۸۰ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۵ ميليونه ۳۹۲ زره او ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۴۹
Background image

د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه سیمینارونه ترسره شول

۱۰/۰۸/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړلو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه د دې وزارت کارکوونکو ته سیمینارونه ترسره کړل.

دا سیمینارونه د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۵۸
Background image

په کابل ښار کې د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په لارښوونه د کابل ښار د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ټولنیز مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

یاد مطالعات د ساحې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولایت د محترم مقام په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي په ګډون، د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري په ۸ ولسوالیو او مرکز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت