ننګرهار کې څه باندې ۹۰ زره جریبه څړځایونه سروې شول

Nasiri_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۰:۳۱
ننګرهار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت په لړ کې د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې په ۲۲ قطعو کې ۹۰ زره او ۲۰۹ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

یاد وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت له پیل څخه تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ میلیونه او ۵۲۲ زره او ۴۱۱ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د څړ ځایونو سروې، نښه کولو او ثبت سره د څړځایونو څخه معقولې او ګټورې استفادې او همدرازا د مالدارۍ ودې، اقتصادي ځان بسیاینې او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه سروې او د دولتي او عامه ځمکو بانک کې یې ثبتوي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

په دهراوود ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۳۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخلفاتي ټیم، د دهراوود ولسوالۍ د پلان لرونکو ساحو د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلان د تطبیق د ارزونې په موخه څارنه ترسره کړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د زابل ولایتي روغتون د دوو نویو ودانیو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۹

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون کې د دوو نویو ودانیو د ساختماني چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادو ودانیو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د قوش ‌تپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو پروژې ۳۷ سلنه چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۹

د جوزجان ولایت د کو راو ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم له لوري د قوش‌تپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له پروژې څخه څارنه وشوه.

 د یادې پروژې چارې تر دې مهاله ۳۷ سلن. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت