میدان ښار کې د ترانسپورتي ترمینل پروژې د پرمختیایي چارو څار ترسره شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۳:۵۹
میدان وردک

۱۴۴۷/۳/۱۴

میدان ښار کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د پروژې په ساحه کې د پرمختیایي چارو څارنه وکړه.

محترم مولوي سیف العمر وایي، د ترمینل په لویدیځه خوا کې د کرسي د ډبرو کارونه روان دي او دغه برخه د ترمینل د بنسټ د پیاوړتیا لپاره مهمه ده.

نوموړی وایي، د دېوال په پاسنۍ برخه کې د RCC کانکریټ اچولو او د سیم تړلو  چارې د اوبو د مخنیوي لپاره ترسره شوي، چې په ځانګړې توګه د اوبو له زیان رسولو څخه د ترمینل خوندیتوب تضمینوي.

د کانکرېټ د ښه کیفیت د ساتلو لپاره په منظمه توګه کار روان دی چې دا به د ترمینل د ودانۍ د اوږدمهاله مقاومت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو له چارو څارنه کوي او له کیفیت او بهتروالي یې ځان ډاډمنوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په فاریاب کې د کرنې ریاست د استنادي دېوال د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیز باغ د استنادي دېوال د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت