میدان وردګ کې د صنعتي پارک د ریزرف ساحې توپوګرافي سروې تر سره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۲۷
میدان وردګ

1447/02/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس انجنیر حافظ محمد یوسف لظیف وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم لخوا د میدان وردګ ولایت د صنعتي پارک د ریزرف ساحې توپوګرافي سروی تر سره شوه.

ښاغلي انجنیر لطیف وویل،  دغه سروی د شاوخوا ۴۵۰ جریبه ځمکې په مساحت کې د تفصیلي پلان د ترتیب په هدف ترسره کېږي.

د سروی چارې د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمرد شفاهي هدایت او د میدان ښار د ستراتیژیک اصلاحاتي پلان پر بنسټ پر مخ وړل کېږي.

د ښاغلي انجنیر لطیف په وینا، په دې بهیر کې د توتال سټېشن عصري لیزري وسایل کارول کېږي، چې د لوړ دقت سره د ساحې ټول توپوګرافیکي مالومات ثبتوي او ټاکل شوې ده چې د سروی له بشپړېدو وروسته به د پارک تفصیلي پلان جوړ او د یوه معیاري او منظم صنعتي پارک د جوړېدو زمینه  برابره شي.

د یادولو ده، چې دغه پروژه به د ولایت په کچه د اقتصادي او صنعتي بنسټونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت