میدان وردګ ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۸
میدان وردګ

۱۴۴۶/۰۶/۲۲

میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، په دغه ولایت کې یې د ښاري تخلفاتو پېژندو او مخنیوي په موخه له اړوندو ادارو سره ناسته وکړه.

ښاغلی مولوي سیف العمر وایي، دغه ناسته د دوی په وړاندیز، د میدان وردګ ولایت د محترم والي قاري معاذ بختیار په مشرۍ او د اقتصاد محترم ریاست، صنعت او سوداګرۍ محترم ریاست، ښاروالۍ محترم ریاست، اطلاعات او فرهنګ محترم ریاست او د چاپېریال ساتنې محترم ریاست په ګډون ترسره شوه.

نوموړی وایي، په ناسته کې د ښاري تخلفاتو پېژندو او مخنیوي پر لارو چارو بحث وشو او زیاته شوه، چې د پلان خلاف ښاري چارې بېلا بېلې ټولنیزې، اقتصادي، چاپېریالي ستونزې رامنځته کوي.

د ناستې په دوام خبرې وشوې، چې د تعدیل او فورم تغیر اړتیا په صورت کې تر هغې چې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام څخه حکم اخیستل کېږي او قانوني پړاونه یې سرته رسېږي، چارې دې یې وځنډول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت