میدان وردک ولایت کې ۱۹۳۴۴ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
![میدان وردک](/sites/default/files/2020-08/11109273_506890489458798_7861689048079520192_n.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالی کې ۱۹۳۴۴ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، 19328 جریبه سپینه دولتي او پاتې 16 جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###