میدان وردک ولایت کې  څه باندې ۱۸۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۸:۳۲
 میدان وردک

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، میدان وردک ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۱۷ قطعو کې ،  ۱۸۱    زره او ۴۱۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۱۷۷ زره او ۱۶۳  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۴ زره او ۲۴۷ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۲
Background image

په ننګرهار کې د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه کړې ده.

یاده ساحه ۱۲۳.۱۸ جریبه ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې په چټکۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت