ملي او ښاري برنامه ریزۍ

sakina_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۱:۴۱
وظایف وزارت شهرسازی

د فضايي پلان په اساس به د هېواد، زونونو او ولايتونو په کچه ښار جوړونه له يو غيرمنظم حالت څخه پر يو منظم او پلان لرونکي حالت بدله شي، چې د خلکو د سيمه‌ييزو او تاريخي اړيکو ساتونکي به هم وي.

د کابل ښار د طرحې چوکاټ په شپږو جلدونو کې بشپړ شوی او د تطبيق په حال کې دی. همدارنګه د پنځو نورو ښارونو د طرحې چوکاټ پر جوړېدو هم کار پيل شوی او ټاکل شوې د هېواد ټولو ښارونو ته چوکاټ برابر کړي، چې له همدې سره به ښارونه د اقتصادي ودې پر سرچينو بدل شي. د ښار جوړولو له قانون سره سم، که ښاروالۍ په خپلو چارو کې نوښتونه وښيي نو هڅوونکې بوديجه به ورکړای شي.

همداراز په نږدې راتلونکي کې به د غير قانوني او غير معياري ښارګوټو برخليک د يو تقنيني سند په وسيله معلوم شي او د يادو ښارګوټو د قانوني کېدو لپاره هڅې پيل شوي. په ورته وخت کې د غير معياري ښارونو او غير معياري ودانيو د ستونزې پراخېدو د مخنيوي لپاره د ساختماني او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې اداره جوړه شوې او د يو افغاني او اسلامي معماري نظام د رامنځته کېدو لپاره د افغاني او اسلامي انجينرۍ او مهمندسۍ نظام پراختيا اداره جوړه شوې ده.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new