ملت ته د دولت د حساب ورکولو په لړ کې د کور او ښار جوړولو وزارت خپلې کلنۍ لاسته راوړنې وړاندې کړې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۵:۵۸
picture

۱۴۴۵/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د دې وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د مسکن، ودانیزو چارو او زونونو د پرختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو او مسؤلینو په شتون کې د تېر ۱۴۰۱ کال او د روان کال لومړۍ ربعې د کړنو او لاسته راوړنو راپور د رسنیو په مرکز کې ملت سره شریک کړ.

محترم سرپرست وزیر د دې وزارت د کړنو په اړه وویل، د کور او ښار کوړولو وزارت په دوه لویو برخو د ښاري پراختیا، ښاري پلانونه او د پلانونو د تطبیق څخه څارنه او د زونونو د پراختیا او ودانیزو چارو برخه کې فعالیتونه کوي، چې په دې ټولو برخو کې د کور او ښار جوړولو وزارت ښې لاسته راوړنې لري.

شیخ حمدالله نعماني وویل، تېره اداره کې قانوني سرغړونې وې او دغه راز په ادارو کې وظیفوي دخالت شتون درلود، چې د امارت په راتګ سره یې موږ د حل په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت کې یوه کمیټه جوړه کړه، چې د ښار جوړولو قانون، طرزالعملونه او د نورو اړوندو ادارو قوانین په پام کې نیولو سره د دې وزارت قانون وروستی کړ.

ملت ته د دولت حساب ورکولو په دغه پروګرام کې د یاد وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني وویل، د پلازمېنې او ولایتونو لپاره (۲۷) ښاري پلانونه جوړ شوي او ۲۰ نور ښاري پلانونه تر کار لاندې دي، چې د ګڼو یې چارې وروستۍ شوي دي.

د نوموړي په وینا، ۱۲۹ نور ښاري پلانونه د مرکز او ولسوالیو لپاره تر کار لاندې دي او ۲۰ مهندسي نقشې چاپ شوي او ولایتونو ته د تطبیق په موخه لیږل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د ښارګوټو او تعمیرونو د جوړولو لپاره ۶۰ قطعې سکیچونه چاپ شوي او اړونده ادارو ته استول شوي دي.

دغه راز د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح  الله احمدي په خپلو خبرو کې وویل، د کابل په پنځمه ناحیه خوشحال خان سیمه کې د قطري او دارالامان سیمه کې د نیله باغ پروژو چارې تر ډېره بشپړې شوي دي او تمه ده چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د همغې سیمې خلکو د کورونو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس ۱۵۰ جریبه ځمکه د پلان سره سم هرې کورنۍ ته اووه بسوې ووېشل شوه.

ښاغلي احمدي وویل، په ښارونو کې د تخلفاتو مخنیوي، په نوي کابل ښار کې د ځمکو د تصفیې، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۹۹ مساجدو لپاره د ساحو تعینول او په مرکز او ولایتو کې د امارتي ودانیو لپاره ۸۱ ډیزاینونه ترسره شوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت او پښتني بانک ترمنځ د عامه پروژو د تمویل په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۳/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، په خپل کاري دفتر کې، د پښتني بانک له محترم عمومي رئیس عبدالواحد رحیمي سره وکتل.

په دغه کتنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د کابل ښار په ځینو ناحیو کې ښاري تخلفات په نښه شول

۱۴۴۷/۳/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ولایت په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۴۳
Background image

په تورخم ښاروالۍ کې د مامورینو د استوګنیز تعمیر او احاطې پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۴

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورخم ښاروالۍ په ډکي ساحه کې د مامورینو د استوګنیز. . .

BACK TO NEWS