مدیریتي چارې دې ډیجیټل شي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۱:۵۳
IT

۱۴۴۳/۰۸/۲۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي د اداري ناستو او فعالیتونو په دوام دا ځل د دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ (IT) د ریاست له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، تشکیلاتو ، دندو، ستونزو او ننګونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي وویل، په هره اداره او وزارت کې معلوماتي ټکنالوجۍ (IT) مهمه برخه ده او باید د دغه ریاست کارکوونکي خپل مسؤلیتونه په سمه توګه پر مخ یوسي او په خپله برخه کې دې زمینه برابره کړي چې ټول د معلوماتي تکنالوجۍ له اسانتیاوو ګټه پورته کړي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره دې امنیتي کمرې فعاله کړي او د وزارت ټولې ستونزې دې تر یو بریده حل کړي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه چې په وزارت کې باید اداري چاري ډیجیټل شي او ټول فعالیتونه دې په ډیجیټل سیستم پر مخ روان شي.

دغه راز محترم مالي او اداري مرستیال د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مسؤلینو ته توصیه وکړه چې خپل هېواد او نظام ته ژمن اوسي، چارې دې په ښه توګه ترسره کړي او د نن کار دې سبا ته نه پرېږدي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت