محترم مولوي حمدالله نعماني د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په توګه ور وپېژندل شو

it_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴۷
minister-image

محترم مولوي حمدالله نعماني د عاليقدر امیرالمومنين ملاهبت الله اخندزاده د ۱۹/۶/۱۴۴۳ هـ، ق نېټې د ۲۳ ګڼې فرمان له مخې، د چارو ادارې يو شمېر مسولینو او د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په توګه معرفي او په خپل کار یې پيل وکړ.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، لومړی د اميرالمومنين او اسلامي امارت له مشرانو پر هغه له اعتماد مننه وکړه او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه یې خلکو ته د خدمت رسولو توفیق غوښتنه وکړه.

محترم مولوي نعماني، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري معین او پخواني سرپرست الحاج غلام غوث ناصري له چارو قدرداني وکړه او وې ويل د دې وزارت کارکوونکو او کدرونو په همکارۍ به شته ستونزې حل کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې خلکو ته به د کاري فرصتونو زمينه مساعده او د هېواد په اقتصادي وده کې به فعاله ونډه واخلي.

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همداراز د دې وزارت له کدرونو، مسولینو او کارکوونکو وغوښتل چې خپلې چارې په پوره صداقت پرمخ یوسي.

د ويلو ده چې محترم مولوي حمدالله نعماني تر دې وړاندې په لوړو زده کړو وزارت کې او همدراز د ښاروالۍ د معین په توګه دنده ترسره کړې ده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت