محترم محمد جواد پیکار د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ سټراټیژیک پلان منظور کړ

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۹:۲۴
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د کونړ له والي محترم عبدالستار میرزکوال سره په خپل کار ځای کې ولیدل او د یاد ولایت اړوندو پروژو او پراختیايي برنامو په تړاو يې خبرې وکړې.

د کتنې په پیل کې د کونړ والي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا په ياد ولايت کې د اداري کمپلکس او د پوهنتون استادانو ښارګوټي لپاره د سروې له ترسره کېدو مننه وکړه او د  یو شمېر نورو پراختیايي پروژو په تړاو يې وړاندیزونه وکړل.

ورپسې محترم محمد جواد پیکار د تصفیې ریاست ته دنده وسپارله چې د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم له ‌مخې تر راتلونکو درېېو اوونیو پورې دې د کونړ سیند په شاوخوا سیمو کې د ۵۲۰۰ هېکټاره ځمکې د تصفیې چارې ترسره کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر له دې سره همهاله د ښاري پلان جوړونې پروژې او ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته دندې وسپارلې چې د اسعد آباد پر اوسني ماسټر پلان د بیا کتنې له لارې د اوسنیو اړتیاوو له مخې سټرکچر پلان جوړ او تر څنګ یې د اسعدآباد نوي ښار لپاره د پلان جوړولو په موخه خپلې سروې پیل کړي.

محترم محمد جواد پیکار همدا رنګه اړوندو برخو ته سپارښتنه وکړه چې د کونړ ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدو سرتېرو کورنیو، معلولینو او نورو اړمنو خلکو لپاره د ختیځ زون په یوه ولایت، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې دې ځمکې تشخیص کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ورته وخت کې د ښاري پلان جوړونې پروژې ته هم لارښوونه وکړه چې د کونړ څلورو ولسوالیو: مروره، سرکاڼو، نورګل او څوکۍ لپاره دې د راتلونکي کال په لومړیو کې سټراټیژیک پلانونه چمتو کړي.

محترم محمد جواد پیکار له دې سره هم‌مهاله سپارښتنه وکړه چې د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د پوهنتون لپاره له ۱۴۰۰ جریبه ځمکې څخه ۱۰۰۰ جریبه د پوهنتون تدریسۍ ودانیو او ۴۰۰ جریبه نوره هغه د استادانو لپاره د استوګنیزو سیمو جوړولو په موخه جلا کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په کونړ ولایت کې د ساختماني پروژو پر ژر تطبیق د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د ډیزاین مرکز او د اداري کمپلکسونو برخې ته لارښوونه وکړه چې په لوړه کچه دې په اسعدآباد ښار کې د جوړېدونکي نندارتون ډیزاین چارې ترسره کړي.

محترم محمد جواد پیکار په پای کې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ سټراټیژیک پلان هم منظور کړ او اړوندو برخو ته یې د تطبیق په موخه وسپاره.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي کې له روانو چارو څارنه وکړه

۱۴۴۷/۵/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د عام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۹
Background image

په میدان وردک ولایت کې د حوادثو ریاست د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۵/۰۸

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د حوادثو ریاست د اداري ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه تر سره  کړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۳۶
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

۱۴۴۷/۵/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، کندهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو له ریاست لیدنه او ارزونه وکړه.

ښ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 ورځې 12 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت