محترم محمد جواد پیکار: د میدان وردګو ولایت لپاره د سټراټیژیک انکشاف لرلید جوړېږي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۷
میدان وردګ

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د میدان وردکو والي محترم مظفرالدین یمین او د دغه ولایت له قومي مشرانو سره په لیدنه کې د میدان وردګو اړوند پراختیايي برنامو په اړه خبرې وکړې.

په لومړي سر کې د میدان وردګو ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رئیس د وروستي مالي کال رپوټ وړاندې کړ او ورپسې د دغه ولایت والي په ځینو برخو کې خپل وړاندیزونه وکړل.

ورپسې محترم محمد جواد پیکار په ټوله کې میدان ورګو لپاره د سټراټیژیک انکشاف لرلید جوړول لازمه وبلله او ښاري پلان جوړونې پروژې ته یې دنده وسپارله چې د ولایت په کچه د سټراټیژیک پلان جوړولو په موخه دې خپل مطالعات پیل کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر دغه راز ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته یې هم سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره د سټراټیژیک انکشاف پلان (SDF) جوړولو په موخه دې خپل مطالعات ترسره او ترڅنګ یې دغه ولایت په ساساکي پلان کې شامل کړي، څو پر بنسټ یې له امریکايي کمپنۍ سره په ګډه ورته د انکشاف اوږدمهالی لرلید جوړ شي.

محترم محمد جواد پیکار په ورته وخت کې د اداري کمپلکسونو ریاست ته هم دنده وسپارله چې مناسب موقعیت کې د ولایت اداري کمپلکس جوړولو لپاره دې خپلې تخنیکي مطالعې ترسره او تر ټولو غوره او مناسبه سیمه دې ورته وټاکي.

د کتنې په لړ کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د تصفیې ریاست ته هم لارښوونه وکړه چې په میدان وردګو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په پار د ټوپ دښتې او په میدان ښار کې د اتو استوګنیزو ښارګوټو تصفیې لپاره دې لاس په کار شي.

محترم محمد جواد پیکار همدا راز د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته هم دنده ورکړه چې تر راتلونکي یوې نیمې میاشتې پورې دې په میدان ښار کې د اتفاق او کډوالو ښارګوټو لپاره دوه تفصیلي پلانونه جوړ او منظورۍ لپاره چمتو کړي، څو پر مستحقینو د استوګنیزو نومره وېش لپاره لار پرانېستل شي.

د کتنې په پای کې د میدان وردګو والي محترم مظفرالدین یمین او قومي مشرانو د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر څخه د مننې ترڅنګ د سیمه‌ییز حکومت په کچه د چارو پر وخت تراسروي په برخه کې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت