محترم محمد جواد پیکار: دولتي ځمکو بانک پر اړمنو باندې د ځمکو وېش ته لار پرانیستې ده

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۱۱:۵۴
 دولتي ځمکو بانک

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار په خپل کارځای کې د یو ان هبیتات له خوا د شورا برنامې تخنیکي سلاکار او مسئول محترم ډومېنېک ملېرو ډېوېډ سره لیدنه کې د دولتي ځمکو بانک، کابل کې اړمنو باندې د جوړ شوي ښارګوټي او د غیررسمي ښاري سیمو ثبت برنامې پرمختګونه ارزونه وکړه.

په لومړي سر کې د شورا برنامې مسئول د ډنمارک هېواد په مالي مرسته د دولتي ځمکو بانک د لاس ته راوړنو رپوټ وړاندې او زیاته یې کړه چې دغه لړۍ تر دې دمه په پوره بریالیتوب سره پلي شوې ده.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د دولتي ځمکو بانک یوه ملي برنامه ده او د دې برنامې له لارې تر دې دمه څه باندې ۵ مېلیونه او ۲۰۰ زره جریبه دولتي ځمکې سروې او په سیسټم کې ثبت شوي دي.

محترم محمد جواد پیکار د دغې برنامې مثبتو اغېزو په اړه زیاته کړه چې په سیسټم کې د ټولو ځمکو سروې او ثبت پر اړمنو په ځانګړې توګه راستېندونکو کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو باندې د ځمکو وېش په برخه کې خورا اغېزناک ثابت شوی دی او د دغې لړۍ دوام د سولې ټینګښت سره هم ډېره مرسته کولای شي.

وروسته بیا د شورا برنامې مسئول یاده کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په اساسي ونډه، راستنېدونکو هېوادوالو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د التفات په نوم د ښارګوټي ماسټر پلان چمتو شوی، خو اړتیا ده چې سیمه کې ټولنیزه ستونزه هواره شي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، دغه ښارګوټی په ټوله کې ۶۶۹۲ استوګنیزې نومرې لري او اړمنو لپاره یو ښه زېری دی. نوموړي څرګنده کړه چې ښار جوړولو او ځمکو وزارت راولاړه شوې ستونزه د کابل ولایت مقام او ځايي اوسېدونکو سره د خبرو اترو له لارې هواروي.

محترم محمد جواد پیکار د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام په اړه هم وویل، یاده برنامه په پوره بریالیتوب سره په اتو ښارونو کې د پلي کېدو په حال کې ده.

نوموړي همدا راز اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې د غیر رسمي سیمو پر ملکیتونو باندې د ملکیت سند وېش څخه وار د مخه د سیمې بهسازۍ او بیارغونې پلان وروستی کړي، څو ملکیت سند ورکړې سره هم مهاله د سیمې د بیا رغونې چارې هم پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۹
Background image

لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۷/۷

په لغمان ولایت کې هغو اړمنو کورنیو ته چې له کلونو مهاجرت وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنې شوي او بې کوره دي، د هیلو دروازې پرانیستل شوې.

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴
Background image

د ژړۍ ولسوالۍ د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو وېش پروسه په بریالیتوب سره ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش پروسه د ولايتي هیئت لخوا په بریالیتوب سره ترسره شوه. په دې پروسه کې د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

په هرات کې د غرب زون کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د غرب زون د ولایتونو (هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور) د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت