لښکرګاه ښار کې د ښوونکو د ښارګوټي له ښوونځي څارنه وشوه
۱۴۴۵/۷/۴
د هلمند ولایت د کور اوښار جوړولو محترم رئیس مولوي نېک محمد وایي، د دې ریاست تخنیکي ټيم په لښکرګاه ښار کې د ښوونکو د بلاکونو د ښوونځي له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
په پام کې ده، چې یاد ښوونځی د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمیسارۍ په مالي ملاتړ په دولس ټولګیو کې و رغول شي، چې دمګړۍ یې د سنګکارۍ چارې روانې دي.
د هلمند د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دې ښونځي رغنیزې چارې وڅارلې او د قراردادي شرکت مسؤل ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.